ډېر لوستل شوي

د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې د خوړو او درملو څار په موخه هڅې روانې دي

د خوړو او درملو ملي اداره وایي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې د خوړو او درملو څار په موخه هڅې کوي.

ددغې ادارې د ویاند په وینا، روان کال یې په ۱۳ ولایتونو کې د خوړو او درملو څانګې هم فعاله کړي او د خوړو او درملو له کار خونو او پلورنځیو څخه څار کوي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د روان کال پيل راهیسې یې  له ۶ سوه ټڼو ډېر بې کیفیته خواړه او درمل له پلازمېنې کابل او بېلابیلو ولایتونو څخه راټول او سوځولي دي.

د خوړو او درملو ملي اداره وایي، کارکوونکي یې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې هڅې کوي څو د بې کیفیته خوړو او درملو مخه ونیسي.

ددغې ادارې  ویاند ډاکټر جاوید هژیر زیاتوي، روان  ۱۴۰۲ لمریز کال کې په ۱۳ ولایتونو کې د خوړو او درملو څانګې هم فعاله شوي او کارکونکي یې د خوړو او درملو له کارخونو او پلورنځیو څخه شپه او ورځ څار کوي.

ډاکټر جاوید هژیر، وویل: «خوشبختانه سږ کال موږ توانیدلې یو څو په ۱۳ ولایتونو کې خپلې څانګې فعاله کړو، په ۱۳ ولایتونو کې په ځانګړي ډول کابل کې چې زموږ پرسونل ډېر ده عملاً کار کوو او د خوړو او درملو له کارخانو څخه څار لرو.»

ښاغلی هژیر دغه راز وایي، د روان کال پيل راهیسې یې له ۶ سوه ټڼو ډېر بې کیفیته خواړه او درمل له پلازمېنې کابل او بېلابیلو ولایتونو څخه راټول او سوځولي دي.

« یوازې تېر کال، چې د خوړو او درملو ادارې لاسرسی محدود وه او په ټولو ولایتونو کې مو تشکیل نه درلود، بیا هم مونږ له ۱ زرو ۶۳۶ ټنو څخه ‌ډېر بېکیفیته خواړه او درمل له بازار څخه راټول او ومو سوځول، سږکال مو هم له ۶ سوه ټڼو ډېر بې کیفیته خواړه او درمل له پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو څخه چې د درملو اداره هلته فعال مدیرتونه لري راټول او ومو سوځول.»

نوموړی زیاتوي، د درملو هغه نړیوالې کمپنۍ چې افغاني شرکتونو ترې درمل واردوي که چیرته یې درې قلمه درمل منفي پایله ولري، له دوی سره په تور لیست کې شاملیږي او هیڅ کورنی شرکت نشي کولای له هغو څخه هېواد ته درمل وارد کړي.

« هغه درمل او خوراکي توکي چې له بهره هېواد ته واردیږي که چیرته ددغو کمپنیو او شرکتونو درې قلمه توکي منفي پایله ولري، دغه کمپنۍ او شرکتونه بلک لیست ته ځي او بیا نور داخلي کمپنۍ نشي کولای له دغو خارجي کمپینو څخه توکي وپيري.» د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین دغه راز وایي، د یوناني طبابت څار لپاره یې هم هڅې پيل کړي او دې برخه کې یې یوه کړنلار رامنځته کړې چې نږدې راتلونکي کې به پلي شي.

اړوند خبرونه