ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د سیمې په ټولو هېوادونو کې د ثبات غوښتونکی دی

په چین کې د اسلامي امارت سفیر وایي، د سیمې امنیت د افغانستان امنیت پورې تړلی دی او په وینا یې، چې اسلامي امارت د سیمې په ټولو هېوادونو کې د ثبات غوښتونکی دی.

چین کې افغان سفیر، مولوي اسد الله، بلال کریمي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د آسیایي څانګې له مشر سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې ښاغلي کریمي ویلي، چې د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی، او دوی د ټولو ګاونډیو هیوادونو لپاره د سولې،ثبات او امنیت غوښتونکي دي.

له بل لوري، د چین د بهرنیو چارو وزارت، د آسیایي څانګې مشر ویلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته او د لا پیاوړتیا لپاره یې ګډ کار روان دی.

چین کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامی امارت لوی سفیر، مولوي اسد الله بلال کریمي، د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیاسي څانګې له مشر، لیوچینسونګ سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، چې په دې لیدنه کې ښاغلي کریمي، د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی بللی او زیاته کړې یې ده، چې  اسلامي امارت د ګاونډیو هیوادونو لپاره د سولې او امنیت غوښتونکی دی.

«د ا.ا.ا سفیر د سیمې د امنیت او ټیکاو په هکله زیاته کړه چې د سیمې امنیت د افغانستان د امنیت سره تړلی دی، او اسلامي امارت لکه څنګه چې د خپل هیواد لپاره امنیت، سوله او ثبات مهم او حیاتي بولي، همداراز ګاونډیو هیوادونو لپاره هم د ثبات او آرامش غوښتونکی دی.»

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې ښاغلي کریمي، په دغه لیدنه کې واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه ټرانزیټي او سوداګریزه لار ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په بیلابېلو برخو کې چینایي شرکتونو لپاره د پانګونې فرصت برابر شوی دی.

«  اوس مهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین شوی او د چینايي شرکتونو لپاره ښه فرصت دی تر څو په افغانستان کې د زیربناوو، لویو لارو ، انرژۍ او نورو بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ا.ا.ا سفیر زیاته کړه چې د واخان دهلیز د دواړو هیوادونو ترمنځ خورا مهم ټرانزیټي او تجارتي مسیر ثابتیدلای شي او هیله یې څرګنده کړه چې دواړې خواوې يې د پرانستل کيدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.»

له بل لوري د چین د بهرنیو چارو وزارت، د آسیایي څانګې مشر ویلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته او د لا پیاوړتیا لپاره یې ګډ کار روان دی.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی، چې چينايي شرکتونه به په افغانستان کې په بیلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

« ښاغلي لیوچینسونګ د امنیت په برخه کې د امارت هڅې مهمې یادې کړې او دا یې ډیره مهمه وبلله چې  اوس مهال د چین او افغانستان تر منځ د روابطو په برخه کې هیڅ ستونزه نشته او زیاته یې کړه چې د پایداره کیدو لپاره یې باید ګډې هڅې دوام وکړي.

ښاغلي لیوچینسونګ همداراز یادونه وکړه، چې چينايي شرکتونه به و هڅوي، تر څو په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او هيله یې څرګنده کړه، چې په مس عینک معدن باندې هم عملي کار پیلولولو ته زمینه برابره شي.»

اخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د اقتصادي اړیکو پياوړتیا لپاره دا ډول ناستې مهمې بولي او زیاتوي، چې له دې سره به پر افغانستان لګول شوي اقتصادي محدودیتونه لمنځه لاړ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی په دې اړه وویل: « داقتصادي محدودیتونو لرې کېدو لپاره د دا ډول ناستو لیدل ضروري دي، ترڅو په نړیوال ستیج کې له همسایه ګانو سره زموږ اقتصادي رونق زیاد شي، اقتصادي معیارات زیاد شي، اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او اقتصادي کارونو او مسوولیتونو باندې تمرکز زیاد شي.»

په دغه لیدنه کې افغان سفیر دغه راز ‌ډاډ ورکړی، چې اوس مهال افغانستان کې د نشه یې توکو، فساد او نورو ګڼو ناخوالو مخه نیول شوې، او د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نه دی متوجه او نه اسلامي امارت اجازه ورکوي، څو افغان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.

اړوند خبرونه