ډېر لوستل شوي

کورنیو چارو وزارت: تېر زیږدېز کال کې د جنایي پېښو کچه د نورو کلونو په پرتله  ۷۰ سلنه ټېټه شوې

ددغه وزارت د ویاند په وینا، دوی په ټول هېواد کې د جنایي پېښو د مخنیوي په برخه کې شپه – ورځ هڅې کوي او زیاتوي، چې اوس مهال امنیتي ځواکونه پياوړي شوي او ډېر ژر به د جرایمو کچه صفر ته راټېټه کړي.

نوموړی دغه راز وایي، د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې نږدې ۲ زره ښځینه پولیسې پر دندو بوختې دي او راتلونکي کې به د اړتیا په اساس دغه شمېره تر دې هم لوړه شي.

د کورنیو چار وزارت تېر ۲۰۲۳ زیږدېز کال له لاسته راوړنو ډک بولي.

د دغه وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع وایي، دمګرۍ د کورنیو چارو وزارت اړوند امنیتي ځواکونه د تېر په پرتله پياوړي شوي او د جنایي پېښو د مخنیوي په برخه کې شپه – ورځ هڅې کوي.

نوموړی زیاتوي، چې تېر میلادي کال کې د جنایي پېښو کچه د نورو کلونو په پرتله  ۷۰ سلنه کمې وې.

«الحمدالله اوس مهال امنیتي ارګانونه تقویه شوي، په ټول هېواد کې داسې امنیتي پلانونه او پالیسۍ اختیار کوي، چې نږدې راتلونکي کې به جرایم صفر ته راشي.»

ښاغلی قانع وایي، د امنیتي کمرو لګول هم د جنایي پېښو مخنیوي کې ډېره مثبته اغیز کړې او په وینایي، چې اوس مهال پلازمېنه کابل کې نږدې ۸۰ زره امنیتي کمرې لګول شوي او په پام کې لري څو دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

« دا یو امنیتي نورم دی، چې په ټولو هېوادونو کې کارول کیږي، او الحمدالله د امنیتي پېښو مخنیوي کې ‌ډ‌ېرې مثبتې واقع شوې دي، تر دې دمه یوازې پلازمېنه کابل کې نږدې ۸۰ زره امنیتي کمرې لګول شوي او په پام کې لرو څو دغه پروسه نورو ولایتونو ته هم وغځوو.»

نوموړی دغه راز وایي، اوس مهال د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې نږدې ۲ زره ښځینه پولیسې پر دندو بوختې دي او په پام کې ده، څو د اړتیا په اساس دغه شمېر تر دې هم لوړ شي.

« د ضرورتونو په اساس چې مونږ په بېلابېلو برخو کې درلود، اوس مهال ۱۹۹۵ ښځینه پولیسې د وزارت داخلې په چوکاټ کې کار کوي، آینده کې هم مونږ ګورو چې کومو برخو کې اړتیا ده او مونږ به د ښځینه پولیسو جلب او جذب پيل کړو.»

  کورنیو چارو وزارت د جنایي پېښو کچې کموالې په برخه کې د هېوادوالو همکاري هم اړینه بولي، او له ټولو هېوادوالو غواړي، څو هېواد کې د امنیت ټینګښت برخه کې د جنایي پېښو لیدلو پر مهال له دوی سره په اړیکه کې شي.

اړوند خبرونه