ډېر لوستل شوي

هیواد کې د خوراکي او نفتي توکو بیې خورا لوېدلي

د سالنګ لویې لارې تر پرانیستې او د افغانیو تر باارزښته کېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د هیواد په ګڼو ښارونو کې د خوراکي، ناخوراکي او نفتي توکو بیې د پخوا په پرتله ټیتي شوي دي.

د کابل هټیوال وایي چې  د تېر په پرتله اوس د نفتو، ګازو، اوړو، بورې، غوړیو او نورو خوراکي توکو بیې ټيټې شوې دي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې نن د کابل ښار په بازارونو کې د یوې پنځوس کیلويي بورۍ قزاقي اوړو بیه ۱۵۱۰ افغانۍ، يوه ۱۶ ليتره د غوړیو بوشکه په ۱۳۲۰ افغانۍ ، يوه ٢۵ کيلويي بورۍ لومړۍ سېله وریژې په ۲۵۰۰ افغانۍ، يو من شوله يي وریژې۳۳۰  افغانۍ، يو من بوره ۴۳۰ افغانۍ، يو من وطنۍ لوبيا۹۰۰ افغانۍ، يو من وطنۍ مۍ۴۳۰ افغانۍ، يو من وطني نخود۵۷۰ افغانۍ، یو کیلو مایع ګاز ۵۰ افغانۍ او یو لېټر پټرول شاوخوا ۶۵ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویې لارې تر رغېدو وړاندې د هیواد په بازارونو کې د خوراکي او نفتي توکو بیې لوړې شوې وې.

اړوند خبرونه