د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دې ولایت د ښاري نظم کمېټې له غړو سره په لیدنه کې دوی ته سپارښتنه کړې چې سر له سبا دې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه مطلق بندیز ولګول شي.
په دې غونډه کې د ښاري نظم کمېټې غړو شیخ خالد ته د تېرې اوونۍ د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور شریک کړ او پر شته ستونزو او ننګونو وغږېدل.
د ښاري نظم کمېټې وویل چې په تېره اوونۍ کې یې د افغانيو د دودولو او په بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې د بنديز په اړه سوداګرو، هټيوالو او د نيمروز ټولو اوسېدونکو ته عامه پوهاوی کړی دی.
د نيمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په تېره اوونۍ کې د دوی له لوري ترسره شوي فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايلې او په اړوندو برخو کې يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د والي خالد په وینا چې ددې کمېټې په جوړېدو سره ګڼې ښاري بېنظمۍ او ستونزې هوارې شوي دي.
د نيمروز والي همدارنګه د ښاري نظم کمېټې ته نوی کاري پلان ورکړ او دوی ته يې لارښوونه وکړه چې سر له سبا په دې ولايت کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې دې بشپړ بندیز ولګول شي.