ډېر لوستل شوي

افغانستان د تېرو ۳۰ کلونو په پرتله پروسږ ۲۰۲۳ کال بې سارې وچکالي تجربه کړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اداره یا اوچا په خپل یوه راپور کې وایي چې افغانستان د تېرو دېرشو کلونو په شالید کې تېر ۲۰۲۳ عیسوي کال تر ټولو بده وچکالي تجربه کړه.

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې کرنه، اوبه، انرژي، ځنګلونه، ايکوسيستمونه، اقتصاد او نور اړوند سکټورونه هغه څه دي چې د افغانستان د اقلیمي بدلونونو تر ژور اغېز لاندې راغلي.

ددې راپور موندني ښيي چې اقلیمي بدلونونو نه یوازې په دې هیواد کې وچکالي زیاته کړې، بلکې د خوړو د کمښت ننګونه یې هم راپورته کړې ده.

د دغې ادارې د راپور له مخې، اقليمي بدلونونو تر ټولو ډېر اغېز پر بزګرانو کړی او د هېواد ۳۴ ولايتونو له ډلې ۳۰ ولايتونه د اوبو د کيفيت له اړخه جدې ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې پروسږ عیسوي کال افغانستان د لسو هغو هیوادونو په نوملړ کې هم شامل وو چې د خورا بد اقلیمي بدلون سره مخ دي.

اړوند خبرونه