ډېر لوستل شوي

اوسپنې پټلۍ اداره: په تېره یوه اوونۍ کې تر ۸۰ زرو ټنو توکي ولېږدول شول

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې څرګنده کړې چې په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۶ زره ټنه توکي نورو هیوادونو ته انتقال شوي دي.

یادې ادارې په خپل اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د مرغومي له اتمې څخه تر څوارلسمې نېټې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ٨٦ زره او ٨٥٧ مټريک ټنه مالونه لېږدول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ ۶۱ زره ۱۴ مټریک ټنه د حیرتان له لارې، پېنځه زره ۱۸۹ مټریک ټنه د آقینې له لارې او د تورغنډۍ له لارې شل‌زره ۶۵۴ مټریک ټنه، چې ټول ۸۶ زره ۸۵۷ مټریک ټنه تېل او نور بېلابېل توکي له هیواد صادر او وارد شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې تېره اوونۍ هم ۴۵۹ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو

چې ستره برخه یې وچې مېوې او کینو جوړوله.

اړوند خبرونه