د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ د نړیوال بانک، اکتید او یونسف او نورو بنسټونو په مالي لګښت یې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شل پروژې بشپړې کړي او ګټې اخستنې ته یې سپارلي دي.
د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې دا پروژې د بغلان په خنجان، دوشي، تاله و برفک، بنو، ده صلاح، پلحصار، پلخمري، مرکزي بغلان، نهرین او دهنه غوري ولسوالیو کې بشپړې شوي چې د اوبو رسونې د شبکو رغونه او د نیمه ژورو څاګانو ایستل پکې شامل وو.
ددې پروژو ټولټال لګښت ۵۴ مېلیونه، ۶۰۸ زره او ۵۰۹ افغانۍ دی چې په روان کال کې یې چارې بشپړې شوې دي.
د بغلان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له قوله چې ددې پروژو په بشپړېدو سره نږدې ۲۰۰۰ تنو ته د پاکو اوبو لاسرسی اسان شوی.