ډېر لوستل شوي

د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت تر شلو ډېرې پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه چې نن سه‌شنبه د روان لمریز کال د جدي په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه؛ پکې د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴پروژې منظورې شوې.

 ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې چې له لړۍ یې د ۲۴ پروژو تړونونونه منظور او د دریو نورو پروژو د تړونونو د بیاارزونې په موخه وځنډېدې.

ویل کیږي چې منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوندیږي چې ټولټال ارزښت یې لسو میلیارده افغانیو ته رسیږي.

په یادو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهمو سړکو بنسټیزې رغونې، په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه چمتو شي.

اړوند خبرونه