ډېر لوستل شوي

سوداګرۍ وزارت: اوسمهال ۱۰۰ هیوادونو ته بېلابېل افغاني توکی صادریږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي چې له تېرو دونیم کلنو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ډېرۍ هېوادونو سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او توانېدلې څو نږدې سلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي چې په تېر کې اووه سلنه صادرات له هیواده بهر صادرېدل، خو اوسمهال دغه کچه ۲۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې اوسمهال نږدې سلو هېوادونو ته بېلابېل افغاني توکي صادریږي.

ښاغلی جواد وایي: د تېر زیږدیز کال د پيل راهیسې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.

جواد څرګنده کړې چې په تېر کې به ۸۰ سلنه توکي له پاکستانه وارېدېدل خو اوس یې له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې شته او ټول سوداګریز بندرونه د افغانستان پر مخ خلاص دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې هیواد ته له بهر د افغان راستنېدونکو سوداګرو لپاره یې د پينځو کلونو په مخ مالیه معاف کړې او همداشان په صنعتي پارکونو کې پانګوالو ته د ځمکې د وېش په ګډون ګڼې بانکي اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

اړوند خبرونه