د افغانستان بانک غواړي چې د روانې مرغومې میاشتې په ۲۳مه، ۱۴ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په بڼه وپلوري.
یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو نه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
د یادونې وړ ده چې یاد بانک په تېر کې هم میلیونونه ډالر لیلام ته وړاندې کړي وو.
افغانستان بانک وایي چې د ډالرو بیا بیا لیلام د نرخونو د کنټرول، د افغانیو د ثبات او د بانکي چارو د نه خنډتیا په منظور کوي.