د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د حکومتي ویاندویانو د د ظرفیت لوړونې د سیمینار پر وروستۍ ورځ وویل چې حکومتي ویاندویان دې اسلامي ارزښتونو او ژورنالیستیکو اخلاقو ته پام وکړي.
ښاغلي حقاني همداشان له رسنیو سره د حکومت د ویاندویانو پر همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني دا څرګندونې نن (پنجشنبه د مرغومي ۲۱ مه) په کابل کې د امنیه قوماندانۍ د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې سیمینار د پای په مراسمو کې وکړې.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د مرکز او ولایتونو د ویاندویانو ترمنځ همغږي جدي اړتیا ګڼي.
خلیفه سراج الدین حقاني د حکومت له ویاندویانو وغوښتل چې پر حقایقو ولاړ مالومات دې ټولنې ته انتقال شي او له بې ځایه اوازو خپرولو دې ډډه وشي.
د یادونې وړ ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ د ۳۴ ولایتونو د امنیه قوماندانۍ د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار چمتو شوی و، چې نن یې وروستۍ وه.