ټولګټو وزارت وایي چې روان لمریز کال کې به څه باندې ۱۱۰ د څارنې او ساتنې پراختیایي پروژې بشپړې کړي. وزارت د کابل–کندهار لویه لار، د افغانستان حلقوي سړک او د سالنګ د لویې لارې بیارغونه ددې پروژو بېلګې بولي.
د یاد وزارت ویاند اشرف حقشناس ددې پروژو ملاتړ له کورنیو سرچینو بولي او ارزښت یې دوه میلیارده ډالر ښیي.
نوموړی وړاندې څرګندوي چې له یادو ۱۱۰ پروژو د ۹۵ هغو کارونه بشپړ شوي او د پاتې نورو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.
د اسلامي امارت مسوولانو له وړاندې ویلي وو چې د هیواد د بیارغونې لویې پروژې له کانونو او نورو ملي عوایدو تمویلوي.
یاده دې وي چې په هیواد کې لویې رغنیزې پروژې د افغان ولس له پراخ هرکلي سره مخ شوي او د لا پراختیا غوښتنه یې کوي.