د کابل پولیس وایي چې اته تنه یې له زرګونو نشهکوونکو(ټابلېټ کا او زیکب) سره نیولي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې دا اته تنه نن شنبه د مرغومي په ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې نیول شوي دي.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا، نیول شوي کسان د کابل په درېیمه امنیتي حوزه کې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې له دغو کسانو سره یې ۵۰۶ ټابلېټ کا او ۶۳۰۰ زیکب ګولۍ ترلاسه کړي دي.
خالد ځدراڼ ټینګار کړی، چې د زیکب ګولیو ټولټال مجموعه تر ۴۳ زرو ګولیو اوړي. زیکب د عصبي ناروغانو لپاره دي چې په لنډمهالي ډول خوښي رامنځته کوي او په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د نشه یي توکو په موخه کاریږي.
اسلامي امارت وایي چې د نشه یي توکو پر وړاندې یې مبارزه پرېکنده ده او په دې چاره کې به له هېڅ مخ نه اړوي.