ډېر لوستل شوي

هیواد کې د بهرنۍ پانګونې پر جذب سربېره د افغاني توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د ترکیې، روسیې، ایران، ازبکستان او قزاقستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه لوی شرکتونه غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې سږ کال یو شمېر هېوادونه د کانونو، د انرژۍ په تولید او د اوبو د بندونو په برخه کې پانګونه کوي.

ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په افغانستان کې له بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي. بل پلو، د اقتصاد وزارت وايي چې د بهرنیو هېوادونو د پانګوالو ډېره پاملرنه د کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، د رېل پټلۍ او د بېخ بنایي پروژو په برخو کې جلب شوې ده.

د کانونو او صنایعو او د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د بیخبناوو په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ پانګونه ګټوره ګڼي او زیاتوي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته.

بل پلو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له هند سره د ۷۷۹ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده. د یاد وزارت مسوولین څرګندوي چې په تېر کال کې له افغانستانه د ۵۷۹ میلیونو ډالرو صادرات شوي او له هند د ۲۰۰ میلیونو ډالرو توکي هیواد ته راوارد شوي دي. له بل اړخه دا وزارت هند د افغانستان د تازه او وچو مېوو غوره بازار بولي او د دواړو هیوادونو پر سوداګریزه راکړه ورکړه ټینګار کوي.

څو ورځې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند له امید راډیو سره په ځانګړو خبرو کې ویلي چې له تېرو دونیم کلنو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ډېرۍ هېوادونو سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او توانېدلې څو نږدې سلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي چې په تېر کې اووه سلنه صادرات له هیواده بهر صادرېدل، خو اوسمهال دغه کچه ۲۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

ښاغلی جواد وایي: د تېر زیږدیز کال د پيل راهیسې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.

جواد څرګنده کړې چې په تېر کې به ۸۰ سلنه توکي له پاکستانه وارېدېدل خو اوس یې له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې شته او ټول سوداګریز بندرونه د افغانستان پر مخ خلاص دي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي چې د ټاپي پروژې د عملي پیل لپاره شرایط تر بل هر وخت اوسمهال ښه چمتو شوي دي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان د مایع ګازو پر ترلاسه کولو سربېره هرکال د ټرانزېټ سلګونه میلیونه ډالر حق ترلاسه کوي.

ورته مهال اسلامي امارت د منځنۍ اسیا په ګډون له ګڼو هیوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې او راشه درشه لري. د مالیې وزارت وایي چې په بهر کې د مېشتو افغان سوداګرو لپاره د پینځو کلونو په خاطر مالیه معافوي. د اسلامي امارت مشرانو تل ویلي چې د افغان او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او د دوی د سرومال د خوندیتوب مسوولیت پر غاړه اخلي.

اړوند خبرونه