ډېر لوستل شوي

پر حوثیانو د امریکا او بریتانیې له ګډو عملیاتو وروسته په عراق کې پر امریکایي پوځیانو برید او د حوثیانو ګوتځنډنه

وړمه ورځ جمعه سهار د امریکا او بریتانیې ګډو ځواکونو د یمن پر څو برخو بریدونه کړي چې د دوی له قوله ګڼو حوثي جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله واړوله. ددې بریدونو په ځواب کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وویل چې پر حوثیانو د برید موخه ایران ته ځانګړی پیغام رسول دي. په یمن کې پر حوثي ملېشو د امریکا او برتانیې د ګډو ځواکونو تر پراخ برید وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې په دې بریدونو سره یې ایران ته ځانګړی پیغام ورکړی.

بایډن ویلي چې ددې برید موخه یې د حوثیانو په لاس په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو غچ اخیستل وو. د جمعې ورځې د بریدونو سربېره پر یمن پرون شنبه بیاځلې بریدونه شوي دي.

العربیه وایي چې د یمن په لویدیځ کې پر الحدیدې بندر هوایي بریدونه شوي.

ورته مهال نن سهار په عراق کې د مېشتو وسله والو یوې ډلې ادعا کړې چې د یوې بې پیلوټې الوتکې په مټ یې د سوریې په العمر نفتي او الحضرا سیمو کې بریدونه کړي دي. ایرانۍ رسنۍ وایي چې دا بریدونه د اشغالګرو پر ضد او د غزې د غچ اخستنې په موخه شوي. ددې بریدونو په اړه لا هم پنټاګون څه نه دي ویلي.

پر یمن د امریکا د تازه بریدونو په تړاو د حوثيانو ویاند نصرالدین عامر الجزیرې ته ویلي، دا نوی برید به کلک، ځواکمن او اغېزمن ځواب ولري. هغه زیاته کړې چې پر یمن د امریکا او همکارانو په بریدونو کې دوی ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګرانډبرګ د شنبې پر ورځ له ټولو ښکېلو اړخونو څخه د بشپړ زغم غوښتنه وکړه او په سیمه کې یې د مخ پر زیاتېدونکي خطرناک وضعیته خبرداری ورکړ.

دې بریدونو ته د اسلامي امارت په ګډون ګڼو هیوادونو غبرګون ښودلی او په اړه یې اعلامیې صادرې کړي دي. اسلامي امارت پر یمن د امریکايي او بریتانوي پوځیانو هوايي او سمندري بریدونه په کلکه غندلي وو او دا چاره یې له نړیوالو آرونو سرغړاوی وباله. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون شنبه (د مرغومي په ۲۳ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا او برتانیې دغه عمل له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کړنه د سیمې د هېوادونو ټیکاو او امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.

اسلامي امارت ویلي، امریکا او ملګري یې باید له خپلو تېرو ناکامو یرغلونو عبرت واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان ویلي و چې که امریکا په سیمه کې امن او ټیکاو غواړي نو د اسراییلو له ملاتړ څخه دې لاس پر سر شي.

یاده دې شي چې د فلسطین او اسراییلو له کړکېچ سره سم په سیمه کې ناامني او ناباوري زیاته شوې ده. د فلسطین او اسراییلو له کړکېچ ۱۰۰ ورځې تېرېږي، خو اسراییلي اشغالګر لا هم ړندې بمبارۍ کوي او ملکیان په نښه کوي.

اړوند خبرونه