ډېر لوستل شوي

د روان کال په لیندۍ میاشت کې تر ۱۶۰ میلیونو ډالرو ډېر توکي صادر شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان کال د لیندۍ یا قوس میاشتې د صادراتو او وارداتو ارقام یې څارلي چې په تېره لیندۍ میاشت کې له هیواده د ۱۶۶.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي چې ټولټال د وارداتو او صادراتو کچه ۷۹۱ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د احصایي او معلوماتو ملي اداره دا ارقام په داسې حال کې خپروي چې د تېر کال د همدې لیندۍ د میاشتې ټول صادرات ۱۵۴ میلیونو ته رسېدل چې سږکال یې ۱۲.۵ میلیونه ډېروالی لیدل شوی.

 دا ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي چې د تېرکال د همدې میاشتې ډېری صادرات دریو هیوادونو هند، چین او پاکستان ته شوي وو.

یاده دې شي چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د ټولو صادراتو کچه نږدې دوه میلیارده ډالرو ته رسېده چې د نورو کلونو په پرتله د افغانستان صادرات تر بل هر وخت زیات شوي.

اړوند خبرونه