ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک نن ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک غواړي چې نن سه شنبه د روانې مرغومې میاشتې په ۲۶مه، ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په بڼه وپلوري.

 یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو نه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

د یادونې وړ ده چې یاد بانک تېره شنبه هم ۱۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلورلي وو او دا په روانه یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې افغانستان بانک میلیونونه ډالر په ازاد بازار کې لیلاموي.

افغانستان  بانک وایي چې د ډالرو بیا بیا لیلام د نرخونو د کنټرول، د افغانیو د ثبات او د بانکي چارو د نه خنډتیا په منظور کوي.

اړوند خبرونه