د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب بند د ساتنې او څارنې پروژه د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبدالطیف منصور او د لوګر د ګڼو ځایي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
دا پروژه د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د اسلامي امارت لوړپوړو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا بند د لوګر په محمد آغې ولسوالي کې موقعیت لري چې د 25 مترو په لوړوالي او 135 مترو په اوږدوالي سره رغېدلی. دا بند ټولټال د نهه میلیونو مترو مکعبو اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې شاوخوا درې زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.
بل پلو، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور په دې ولایت کې د ۷ چکډیمونو پروژې چې ټولټال ارزښت یې ۱۷میلیونو افغانیو ته رسېده، هم ګټې اخیستنې ته وسپارلې. ددې پروژو په پرانیسته کې د اوبو او انرژۍ وزیر ښاغلي ملا منصور وویل چې په دې پروژو سره به د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې او مدیریت شي. ویل کیږي چې دا رغنیزې پروژې د اسلامي امارت له خپل لګښت څخه د موسمي سېلابونو د مهار او د اوبو د مدیریت په موخه په برکي برک، خوښۍ، خروار او څرخ ولسوالیو کې پلې شوې. ددې چکډیمونه په رغېدو سره شاوخوا ۵۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه چې ددې چکډیمونو د اوبو ظرفیت ۳۶ زرو مترو مکعبو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوې میاشتې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست په شتون کې د لوګر ولایت په یوې لرې پرتې ولسوالۍ خروار کې د یوه بند د جوړېدو د لومړي پړاو چارې پیل شوې وې.
د خروار بند ۳۶ مترو لوړوالی او ۱۴۰ مترو په اوږدوالی لري چې ټولټال د ۱۷ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري. ویل کېده چې ددې بند له جوړېدو سره به شاوخوا ۶ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او همداشان به یې له برېښنا ۱۳ زره مستحقه کورنۍ برخمنې شي.