ډېر لوستل شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ننګرهار کې له یو شمېر صنتعکارانو او سوداګرو سره کتلي دي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر آخند نن چهارشنبه د یوه سفر په ترڅ کې ننګرهار ولایت ته تللی او هلته یې له یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره کتلي دي. د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو دغه ولایت ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د سفر خبر ورکړی دی. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، ښاغلي برادر نن (چهارشنبه د مرغومي ۲۷ مه) دغه ولایت ته سفر وکړ.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو په بنسټ، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه ولایت د والي ملا محمد نعیم اخند په شتون کې له سوداګرو، صنعتکارانو او د ګرانبیه ډبرو له صادرونکو سره کتلي دي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال سوداګرو او صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ترانسپورت، ټرانزېټ، ماليې، د صنعتي پارکونو د جوړولو او صنعتکارانو ته د برېښنا د برابرولو په برخه کې به ورسره مرسته کوي او شته ستونزې به یې ورحلوي. دی همدا ډول زیاتوي چې د کابل- جلال اباد لويې لارې دويم لين سړک چارې به هم ژر پیل شي.

دغه راز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې دننګرهار د سوداګرو د ملاتړ په موخه د شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې ګمرکي تعرفه راکمه کړي. ښاغلي برادر همداشان ژمنه کړې چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته به رسېدنه کیږي او دوی ته به په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کیږي.

نوموړي همداشان په بهر کې پر مېشتو افغانانو غږ کړی چې خپل هیواد ته راستانه شي. یاده کوو چې ننګرهار د هېواد په ختیځ کې یو له مهمو، ستراتیژیکو او صنعتي ولایتونو څخه دی چې د تورخم لویه ټرانزیټي دروازه ههم پکې موقیعت لري.

اړوند خبرونه