ډېر لوستل شوي

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې نږدې ۶۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د نورستان ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست وایي چې د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۹ میلیونه او ۹۳۱ زره افغانیو په ارزښت ۵۸ بېلا بېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ددې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې د رئیس مولوي احسان الله احمد په وینا چې په دې پروژو کې د نویو او ویجاړوشویو سرکونو بیارغونه، کانال ایستنه او نورې بېلابېلې پروژې شاملې وې.

د یاد ریاست رئيس مولوي احسان الله احمد وړاندې وایي چې يادې پروژې د (UNOPS ) ادارې په مالي لګښت، د ډاکار مؤسسې په تخنيکي همکارۍ او د کليو پراختيا رياست تر څارنې او لارښوونې لاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

نوموړی وایي چې په دې پروژ کې د ۳۶ نویو او ويجاړو سړکونو بیارغېدا، د اوبو د ۱۳ نویو کانالونو رغونه او د ۱۸ تشنابونو جوړول شامل دي.

د نورستان د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس وایي چې د نورستان بېلابېلو سیمو ته به په یو ډول چوپړونه او  د بیارغونې خدمتونه وړاندې کیږي. دی دغه راز زیاتوي چې هغو ولسونو ته به لومړیتوب ورکوي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ورته مهال د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې په بېلابېلو برخو کې ورته د بیارغونې پروژې جوړې شوي.

اړوند خبرونه