ډېر لوستل شوي

زرګونه باروړونکي موټر لا هم د سرحدي لارو پرانیستو ته په تمه دي

پرلپسې پینځمه ورځ کیږي چې لا هم زرګونه لارۍ او نور باروړونکي موټر په تورخم، سپین بولدک او غلام خان کې د بندو دروازو تر شا ولاړې دي او د لارو پرانیستو ته په تمه دي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د تورخم د پرانیستو په تړاو له افغان چارواکو سره کېناستلي خو غونډه یې بې پایلې پای ته رسېدلې او واحدې موافقې ته نه دي رسېدلي.

د ننګرهار د والي ویاند ملا عادل پرون سه شنبه وویل چې دا ناسته د پاکستاني سرحدي چارواکو په بلنه شوې ده. ویاند زیاتوي: ((تورخم کې د دواړو لوریو غونډه د پاکستاني لوري په بلنه وشوه، چې د اسلامي امارت له لوري پکې د تورخم کمیسار او نورو ته بلنه ورکول شوې وه. په غونډه کې پاکستاني لوري ټینګار کاوه چې افغان ناروغان او د بارړونکو موټرونو چلوونکي او ملکي وګړي باید پاسپورټ او ویزه ولري؛ پرته له دې  د تګ راتګ اجازه نه لري.))

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه مسوول خان جان الکوزي ویلي چې د تورخم دروازې په تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته پرېمانه مالي زیانونه اوښتي دي.

پاکستانۍ مشهورې رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی چې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ دا ناسته د تورخم په صفري برخه کې ترسره شوې وه چې د پاکستان له‌خوا ډګرمن رعنا عدنان شفيق، د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو په استازيتوب جګړن مراد او جګړن بهلول او په تورخم کې د پاکستان د مالياتو افسر داود اپريدي برخه اخيستې وه او له افغان لوري هم څلورو تنو چارواکو قاري عبدالجبار حکمت، قاري رفیع‌الله، قاري محمد او مولوي تکل برخه اخیستې وه.

جيو نيوز ليکي چې افغان چارواکو پاکستاني لوري ته ویلي چې پرته له کوم مخکني خبره د تورخم دروازه تړل او په سوداګریزو فعالیتونو کې ځنډ و خنډ رامنځته کول؛ د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف کار دی. افغان چارواکو ویلي چې دواړو غاړو ته لا هم ګڼ ناروغان، ښځې او کوچنیان بند پاتې دي.

پاکستاني پوځیانو تېره شنبه د تورخم دروازه د پاسپورټ او ویزې د نشتون په پلمه د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړله.

 د یادونې وړ ده چې پاکستان وخت ناوخت پر افغان باروړونکو موټرو او ملکي وګړو سرحدي پولي تړلي او د دواړو غاړو سوداګر یې زیانمن کړي دي.

اړوند خبرونه