ډېر لوستل شوي

د کورنیو چارو سرپرست: د مسایلو د ښه حل په موخه دې د اسلامي امارت استازي په نړیوالو بنسټونو کې ومنل شي

د کورنیو چارو سرپرست وزير خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره په کتنه کې ویلي چې د مسایلو د ښه پوهېدو په موخه دې په نړیوالو بنسټونو کې د اسلامي امارت استازو ته ځای ورکړل شي. خلیفه حقاني وړاندې ویلي چې افغانستان د تېرو څو لسیزو تر ناخوالو او جګړو وروسته په بېړه د ځان بسیاینې او تلپاتې سیاسي او اقتصادی ټیکاو پر لور روان دی.

خلیفه صاحب ویلي چې اوسمهال تر بل هر وخته افغانان د غوره فزیکي او رواني امنیت څخه برخمن دي او د خوښۍ احساس کوي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی چې په نړیوالو سازمانو کې دې د اسلامي امارت استازي ومنل شي؛ څو د افغان ولس ریښتینې استازولي وکړي.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیرې، د امنیت د تامین په برخه کې د  اسلامي امارت هڅې وستایلې او ددې ټولنې په مشرۍ یې ډاډ څرګنداوه چې له افغانانو سره به له بشري مرستو مخ نه اړوي.آغلې یودیچه ژمنه کړې چې د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره به بشري مرستې کوي.

د چارو یو شمېر شنونکي هم تاکید کوي چې په نړیوالو بنسټونو کې دې د اوسني حکومت استازي وګومارل شي، څو ستونزې له نږدې او په سمه توګه حل شي.

یاده دې شي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ لا هم د تېر جمهوریت استازی نصیر فایق دنده ترسره کوي چې اسلامي امارت څو ځله له نړیوالې ټولنې د خپل استازي د منلو غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه