ډېر لوستل شوي

د ۲۱۵عزم قول اردو له ښوراب ښوونیز مرکز څخه تر ۶۰۰ تنو زیات منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو له ښوراب ښوونیز مرکز څخه د اسلامي پوځ ۶۵۲ تنه ځوانان فارغ شوي دي.

دغه وزارت نن (پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شمېر منسوبینو فراغتغونډه پرون چهارشنبه د مرغومي په ۲۷مه ترسره شوه.

د یاد وزارت د خبر له مخې دغو منسوبینو په عقیدوي، پوځي او مسلکي برخو کې درې میاشتنۍ زده کړې بشپړې کړې او چوپړ ته وړاندې شول.

د ۲۱۵عزم قول اردو مسوولینو له فارغو ځوانانو وغوښتل، چې زده کړې یې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه د دفاع په لاره کې پلې کړي.

په همدې حال کې فارغو شویو افسرانو ژمنه وکړه چې د وطن د ساتنې په لاره کې به له هیڅ ډو سرښندنې څخه دریغ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي وو.

اړوند خبرونه