ډېر لوستل شوي

پاکستان د ایران په خاوره کې پر بلوڅ بیلتون غوښتونکو بریدونه کړي

راپورونه وایي چې دا ځل پاکستان د ایران په ځواب کې د دغه هیواد پر سیستان بلوجستان پراخ بریدونه کړي دي. ویل کیږي چې پاکستانیو ډرون او جنګي الوتکو په دغه ښار کې بلوڅ وسله وال په نښه کړي. پاکستانیو ځواکونو ویلي چې د سیستان بلوجستان کې یې بلوڅ وسله واله چې په (سرمچار) مشهور دي، هدف ګرځولي. دا بریدونه نن سهار وخته د سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې ترسره شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې نن پنجشنبه(د مرغومي ۲۸مه) سهاروخته یې د درنو چاودنو غږونه واورېدل چې لا هم د پېښې له ځایه لوګي پورته کیږي. یو شمېر پاکستانیو رسنیو په خپلو رسمي اېکس پاڼو کې لیکلي چې پاکستانیو دفاعي ځواکونو له تهرانه خپل غچ اخیستی او په سراوان کې یې له پاکستانه د بلوڅانو د خپلواک غوښتونکو وسله والو ډلو پر مېشتغالو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران وړمه ورځ د پاکستان دننه په بلوجستان کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه کړي وو. ددې پېښې په اړه لا هم د ایران او پاکستان حکومتونو څه نه دي ویلي او نه هم په ایران کې له شوي تازه بریده تلفات په لاس کې شته.

اړوند خبرونه