ډېر لوستل شوي

د ترکیې سفیر: انقره د اسلامي امارت په وړاندې چا ته د پوځي خوځښت اجازه نه ورکوي

کابل کې د ترکیې سفیر جنک‌اونال د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ويلي چې انقره هغه چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف د پوځي او نظامي خوځښت غوښتونکي وي.

اونال ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره په ګڼو برخو کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی. ښاغلي اونال زیاته کړې، ترکي سوداګر چمتو دي چې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په یاده کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د ترکیې دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره غوره اړیکي غواړي او هوډ لري چې په سیمه کې اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې لا پراخې کړي.

اړوند خبرونه