یوه اوونۍ کیږي چې پاکستان د افغانستان پر مخ د هر ډول باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم په ګډون پینځه لویې لارې تړلي دي. د پاکستان چارواکي وایي چې پر ډیورنډ کرښه به یوازې هغه باروړونکي موټر او عام وګړي پرېښودل کیږي چې قانوني ویزه او پاسپورټ ولري.
له بلې خوا اسلامي امارت هم پاکستانیو موټرو ته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان له لاې دې منځنۍ اسیا ته ټرانزېټ وکړي. اسلامي امارت ګواښ کړی چې که پاکستان د افغان باروړونکو موټرو پر مخ تړلې دروازې پراننیزي نو دوی به یې د تل لپاره وتړي.
د پاکستان اکسپرېس ټربیون رسنۍ وړمه ورځ خبر ورکړ چې له منځنۍ اسیا سره د دغه هیواد سوداګري په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده.
پاکستانۍ رسنیو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو افغان او پاکستانیو چارواکو خبرې کړي دي. دې رسنیو ویلي چې دا خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي او تورخم لا هم تړلی دی.
په تورخم کې د سرپرست حکومت کمیسیار عبدالجبار حکمت وایي چې دوی د پاکستاني لوري شرطونو ته غاړه نه ده ایښې. ښاغلی حکمت زیاتوي: پاکستان غواړي چې پر ډیورنډ کرښه هر تېرېدونکی تن باید پاسپورټ او ویزه ولري.
پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان د پینځو ټرانزیټي لارو تړل کېدو، له منځنۍ اسیا سره د دغه هیواد سوداګریزو اړیکو ته د پای ټکی ایښی.
خو بل خوا پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې خپله پرېکړه نه بدلوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ باید د نورو په شان پر پاسپورټ او وېزو وي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ تېره ورځ (پنجشنبه) په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل: د نړۍ ټولو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ د قانونې اسنادو یعنې وېزې او پاسپورټ له مخې ترسره کېږي، پاکستان هم غواړي همدغه قانوني بهیر ډاډمن او پلی کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د ټرانزیټي لارو په تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته په میلیاردونو روپیو تاوان اوښتی دی. سوداګر وایي چې مالونه یې ورځ په ورځ وراسته او له کاره وځي.
له بل پلو د مرکزي آسیا د شاوخوا لس – پنځلس میلیاردو ډالرو مارکېټ ته د پاکستان لاسرسی د هغه هېواد ستراتیژیکه اړتیا بلل کېږي چې اوس پرې یاده لاره تړل شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد تازه له ترکیې اناتولیې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې له پاکستان سره د تړلو دروازو په باب یې د هغه هیواد چارواکي پوښتلي چې پایله به یې وروسته روښانه شي.
پاکستان اوونۍ وړاندې د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ خپلې لارې وتړلې. د دغه هیواد چارواکو وویل چې موټرچلوونکي او نور وګړي له ویزې او پاسپورټ پرته پر چمن، تورخم، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي لارو تګ راتګ نه شي کولی.