ډېر لوستل شوي

له منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري په ټپه درېدلې ده

د پاکستان اکسپرېس ټربیون رسنۍ خبر ورکړی چې له منځنۍ اسیا سره د دغه هیواد سوداګري په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده.

پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان د پینځو ټرانزیټي لارو تړل کېدو، له منځنۍ اسیا سره د دغه هیواد سوداګریزو اړیکو ته د پای ټکی ایښی.

پاکستان  اوونۍ وړاندې د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ خپلې لارې وتړلې. د دغه هیواد چارواکو وویل چې موټرچلوونکي او نور وګړي له ویزې او پاسپورټ پرته پر چمن، تورخم، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي لارو تګ راتګ نه شي کولی.

د یادو ټرانزیټي لارو د خلاصېدو په پار وړمه ورځ هم افغان او پاکستانیو چارواکو غونډه کړې وه چې کومې پایلې ته نه وو رسېدلي. له بل پلو، اسلامي امارت ګواښ کړی، که د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې دروازې پراننیستل شي، نو دوی به یې د تل لپاره وتړي.

د افغانستان او پاکستان ګډه سوداګریزه خونه وایي چې د ټرانزیټي لارو په بندېدو د دواړو غاړو سوداګرو  ته سلګونه زره ډالره زیان اړولی.

اړوند خبرونه