ډېر لوستل شوي

د هوایي چلند اداره: بدخشان کې لوېدلې شخصي جیټ الوتکه د روسیې هیواد اړوند ده

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په بدخشان کې لوېدلې الوتکه هندۍ نه، بلکې شخصي روسۍ جیټ الوتکه ده.

وزارت وایي چې دا الوتکه د بدخشان ولایت د کران و منجان او زیباک ولسوالیو اړونده سیمه کې تېر ماښام رالوېدلې ده.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند اداره زیاتوي چې دا فلکون ـ ۱۰ ډوله جیټ الوتکه د شپږو سپرلیو لېږدونکې وه چې له هنده یې تاشکند ته سفر کاوه. خبر وایي چې دا الوتکه له خپله مسیره وتې او د بدخشان په غرونو کې غورځېدلې ده.

وزارت ویلي چې دې الوتکې د افغانستان پر هوایي حریم الوتنه نه کوله، بلکې د تخنیکي ستونزو له کبله له مسیره بې لارې شوې.

تر دې وړاندې ویل شوي و چې دا الوتکه په هند پورې اړونده ده، خو هندي چارواکي وایي چې د دوی الوتکې د افغانستان پر فضا الوتنه نه ده کړې او نه هم لوېدلې الوتکه په دوی پورې اړوندیږي.

اړوند خبرونه