ملي دفاع وزارت وایي چې د ۲۱۷ عمري او ۲۰۷ الفارق قول اردو له روزنیزو کورسونو څخه سلګونه تنه سرتېري فارغ او چوپړ ته وړاندې شول.
دغه وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د دغه شمېر منسوبینو مراسم پرون (شنبه د زمري په ۳۰ مه) د هیواد په لوېدیځ او شمال ختیځ زونونو کې ترسره شول.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۸۳۰ تنه ځوان منسوبین یوازې د هرات د ۲۰۷ الفارق قول اردو له نظامي، عقیدوي او مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت مسوولین زیاتوي چې د هیواد په شمال ختیځ زون کې هم ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین له ۲۱۷ عمري قول اردو فارغ او د بري سندونه یې ترلاسه کړل.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د ملي اردو ګڼ ځوان منسوبین د دفاع وزارت له بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو فارغ او د هیواد چوپړ ته وړاندې شوي.