ډېر لوستل شوي

په کاغذي عریضو د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ ودرېده

کورنیو چارو وزارت لیکلي چې د یخنۍ، د اسانتیاوو نشتوالي او د ښاریانو د شکایت په بنسټ یې په عریضو د ورکړې لړۍ تړلې ده.

وزارت وايي چې اوسمهال یوازې پرلیکه(انلاین) او بېړنیو ناروغانو ته پاسپورټونه ورکول کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپل اېکس پاڼې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د اوس لپاره یې پر سپینو عریضو د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ درولې ده.

وزارت، پر پاسپورټ ریاست بې مخینې ګڼه ګوڼه، د سیمو د اوسېدونکو ګیلې، د لارو بندښت او نور هغه سببونه یادوي چې په مټ یې د پاسپورټ د ورکړې دغه لړۍ ودروله.

د پاسپورټ ریاست وایي چې اوسمهال هغه کسان پاسپورټ اخیستلي شي چې په انلاین بڼه یې نوملیکنه کړي وي او نوبت یې رسېدلي وي.

له بل پلو دا ریاست ژمنه کوي چې په ټولو ولایتونو کې به د پاسپورټ د ورکړې ظرفیت لوړ کړي او د هیواد په شپږو زونونو کې به د پاسپورټ د ورکړې لړۍ لاپسې چټکه کړي.

ریاست له مراجعینو غوښتي چې د پاسپورټ په ورکړه کې د اسانتیاوو تر چمتووالي پورې دې پاسپورټ اخیستنې ته په انلاین بڼه نوملیکنه وکړي.

تر دې وړاندې د پاسپورټ ریاست ویلي و چې ښایي پلازمېنې کابل کې د پاسپورټ د ورکړې څو مرکزونه پرانیزي.

اړوند خبرونه