د امارتي شرکتونو د رهبري پلاوی وایي چې د دولتي شرکتونو ترمنځ د چارو د ښه سمون او همغږۍ د زیاتوالي په موخه یې یوه خپلواکه اداره رامنځته کړې ده.
یاد پلاوی وايي چې ددې ادارې په فعالیت سره به د دولتي شرکتونو چارې لا رڼې شي. دا اداره به د یادو شرکتونو لپاره د قانون او فعالیت اړوندې چارې سمبالوي.
بل پلو ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دولتي شرکتونو لپاره د یوې خپلواکې ادارې رامنځته کول د شرکتونو د فعالیت او د چارو د اغیزمنتوب لپاره غوره ګام بولی. ښاغلی برادر ټینګار کوي چې په دغه اداره کې باید وړ او مسلکي کادرونه وګومارل شي.
ښاغلی برادر وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼو دولتي شرکتونو بیاځلې پر فعالیت پيل کړی دی.
ورته مهال د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطیف نظري د دولتي شرکتونو د چارو د ښې همغږۍ په موخه د داسې خپلواکې ادارې رامنځته کول ګټور ګام بولي او په خبره یې چې اسلامي امارت په اقتصادي برخو کې بنسټيزو پروژو ته پام اړولی دی.
مسوولان وایي چې دمګړۍ په افغانستان کې ۴۳ شرکتونه په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې ۳۰۰۰۰ تنه هیوادوال پکې په کار بوخت دي. مسوولین وایي چې هڅه کوي په راتلونکو دریو کلونو کې ۵۰ زرو هیوادوالو ته په دولتي شرکتونو کې مستقیما کارونه ومومي.