د تخنیکي او مسلکي زده کړو سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت وایي چې پر یوې طرحې یې کار کړی چې په تطبیق سره به یې د مجاهدینو مسلکي وړتیا لوړه او تحصیلي سندونه به ترلاسه کړي.
ښاغلي شهامت ویلي چې دا طرحه یې د لیسې او انسټیوټ ښوونیزې دورې په پار چمتو کړې ده. نوموړي ویلي چې په دې یوکلن ښوونیزو پروګرام کې هغه څوک ګډون کولی شي چې له نهم ټولګي فارغ وي او یا هم د نهم ټولګي معادل سند ولري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د حکومت د رسنیو په مرکز کې ددې پروګرام په اړه مفصل جزیات وړاندې کړي دي.
ښاغلی شهامت همداراز ویلي چې د مجاهدینو د زده کړې دغه لړۍ یې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پلې کړې ده. نوموړی وایي چې مجاهدینو ته یې د انګلیسي او عربي ژبو ترڅنګ د مدیریت څانګې هم پرانیستلي دي.
چارواکو ویلي چې د ښوونیزو زده کړو دا لړۍ به د راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د وري پر لومړۍ پیل کړي.