ډېر لوستل شوي

د چین تر پولې د غځېدلي سړک چارې به د راتلونکي کال په دوو لومړیو میاشتو کې بشپړې شي

د کلیو  بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو په یوه خبر کې ویلي چې له واخان ولسوالۍ نیولې د چین تر پولې به د غځېدلي سړک چارې د راتلونکي لمریز لېږدیز کال په وري او غوایي میاشتو کې بشپړې شي.

مسوولین وایي چې دغه سړک ۴۰ کیلومتره د تګ راتګ لپاره چمتو دی او د پاتې ۱۰ کیلومتره چارې به یې د راتلونکي لمریز لېږدیزکال په دوو میاشتو کې بشپړې او افغانستان به له ځمکنۍ لارې له چین سره وصل شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې دا سړک د چین د واخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد سیمې پیل او د چین تر سرحده رسیږي چې ټولټال اوږدوالی یې ۴۷.۷ کیلومتره دی. مسوولین وایي چې ددې سړک په بشپړېدو سره به  افغاني توکي په اسانه تر چین رسیږي او ټرانزیټي ارزښت به یې لوړ وي.

ورته مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مولوي میرزا محمد شکیب وایي چې د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې یې د باراني اوبو د ذخیره کولو او د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د چک ډیمونو چارې پیل کړي دي. د ښاغلي شکیب په وینا چې دا پروژې به په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ټولټال ارزښت یې  د ۳۶۵ میلیونو افغانۍ دی.

نوموړی همداشان وایي چې په پام کې ده، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې هم د دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت د اوبو یو ستر بند جوړ شي. ټاکل شوې چې ددې بند په جوړېدو سره به ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

اړوند خبرونه