ډېر لوستل شوي

کابل ـ جلال اباد  د دویم سړک چارې د حق العبور په بدل کې رغول کیږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک پروژه به د حق العبور په بدل کې پیل شي.

په دې تړاو د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې څو دا پروژه د ازادې داوطلبۍ له لارې وړ او د سړک جوړونې یوه باکیفیته شرکت ته وسپاري.

په دې ناسته کې همداشان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دولتي سیلو د خوراکي غنمو د پېرلو په باب هم پرېکړه وشوه او دمنظورۍ په موخه د مشرتابه مقام ته وسپارل شوه.

 غونډه کې همداشان د کابل په خیتځ کې د یوې برېښنایي دروازې پر طرحې هم  بحث وشو .

یاده دې شي چې د ټولګټو وزارت تر دې دمخه هم د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې د ویجاړو برخو د جوړولو چارې تر لاس لاندې نیولې وې.

اړوند خبرونه