ډېر لوستل شوي

یوې ځواکمنې زلزلې په چین کې تر ۱۰۰ ډېر کورونه نړولي دي

د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې نن د سه شنبې په سهار د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې زوروې زلزلې د چین او قرغزستان سرحدي برخې لړزولي دي.

 لومړنیو راپورونو ښودله چې په دې زلزله کې یو شمېر کسان مړه او لسګونه کورونه نړېدلي.

دا زلزله نن سهار په سین‌کیانګ، د اویغور د سینجان د کورواکه سیمې په ووشي ښار کې شوې ده.

راپورونه ښایي چې په دې زلزله کې تر دې دمه شپږ تنه ټپیان او څه باندې ۱۲۰ کورونه نړېدلي دي.

دا زلزله د چین سربېره د منځنۍ اسیا په ځینو هیوادونو قرغزستان، ازبکستان، قزاقستان او نورو کې هم حس شوې ده.

په چین کې دا زلزله په داسې حال کې رامنځته کیږي چې پرون دوشنبه ( د سلواغې دویمه) هم په دې هیواد کې ځمکښوېیدنې ۴۷ تنه وژلي وو. پرونۍ ځمکښوېیدنه د چین په جنوب لوېدیځ( یوننان) ښار کې رامنځته شوې وه.

اړوند خبرونه