اسراییلي عسکرو د غزې په خان یونس سیمه کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د غزې کډوالو یو پنډغالی بمبار کړی. لومړني مالومات ښيي چې په دغه برید کې نهه تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه برید د ملګرو ملتونو په ګډون د بشر حقونو ګڼو بنسټونو غندلی او یاد برید یې له بشر حقونو څخه ښکاره سرغړاوی بللی.
له بل پلوه اسراییلي اشغالګرو ویلي چې برید دوی نه دی کړی. دوی وایي چې پر هغه پناه ځای باندې چې د ملګرو ملتونو لخوا فلسطینیانو ته چمتو شوی وو؛ دوی برید نه دی کړی.
داسې ویل کیږي چې اسراییلي عسکرو پرون چهارشنبه د فلسطیني کډوالو پر یو پنډغالي هوایي او ځمکني بریدونه وکړل او ګڼ تلفات یې واړول.
دا لومړی ځل نه دی چې اسراییل له کړو حملو پر شا کیږي. دوی تر دې وړاندې هم د بې ګناه فلسطینیانو لسګونه هټۍ، سوداګریز مرکزونه، ښوونځي، روغتونونه او جوماتونه په نښه کړي وو.