ډېر لوستل شوي

د قوش تیپې کانال نږدې پنځوس سلنه چارې بشړې شوي

د ملي پراختیا شرکت مسوولان وایي چې د قوش تیپې کانال چارې نږدې پنځوس سلنه بشپړې شوي او د پاتې برخې کارونه یې هم په چټکۍ سره روان دي.

اوسمهال په دې ملي پروژه کې دوه زره تنه کارګر له زرو ماشینونو سره په کار بوخت دي.

ملي پراختیا شرکت وایي چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې یې ددې کانال چارې چټکې کړي دي.

د شرکت په وینا دمګړۍ ددې پروژې د دویم فاز چارې هم رواني دي.

یو شمېر کارګر چې په دې ملي پروژه کې کار کوي، وایي چې د ژوند له یوازینیو هیلو یې د قوش تیپې کانال بشپړېدل دي.

د ملي پراختیا شرکت مسوولان هیله ښيي چې ددې کانال چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

یاده دې شي چې قوش تیپه د هیواد په شمال کې له سترو ملي پروژو څخه حسابیږي چې په بشړېدو سره به یې د هیواد په شمال کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او افغانستان به د غلې دانې په لحاظ پر ځان بسیا کړي.

اړوند خبرونه