ډېر لوستل شوي

کانونو او پټرولیم وزارت: پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۱۷۰۰ کانونو تثبیت شوي دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یوازې په پنجشېر ولایت کې د زمردو شاوخوا ۱۷۰۰ کانونه ثبت او سروې یې شوې ده.

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې تر دې دمه یې ۴۵۰ شرکتونو ته د زمردو د استخراج جوازونه هم ورکړي دي. همداشان تر دې مهال د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې ولایت زمرد پلورل شوي.

د ښاغلي افغان له قوله چې د زمردو د استخراج په دغو کانونو کې ۱۰ زره پنجشیري ځوانان هم په کارونو بوخت دي.

  د کانونو پټرولیم وزارت د ویاند په خبره چې په ۱۲ داوطلبیو کې تر دا مهال د شاوخوا درې میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي.

د ښاغلي افغان په خبره چې وړمه ورځ هم د دولسمې داوطلبۍ له لارې په شپږو افغان سوداګرو د ۴۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت ۳۵۲۰ قیراطه زمرد وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکوي چې د زمردو د داوطلبیو پروسه یې رڼه ده او چا ته پکې د درغلۍ چانس نه شته.

اړوند خبرونه