ډېر لوستل شوي

بغلان کې د بورې یوې لویې کارخونې پر فعالیت پیل وکړ

په بغلان کې د بورې یوې کارخونې له کلونو ځنډ وروسته بېرته پر فعالیت پیل وکړ.

ویل کیږي چې دا کارخونه له نږدې لسو کلونو راهیسې شاړه پرته وه چې اوس یې بېرته پر فعالیت پیل کړی دی. دا کارخونه نن( شنبه، د سلواغې اوومه) د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د دولتي شرکتونو لوی رییس مولوي عبدالحمید اخندزاده ددې کارخونې په پرانیست‌غونډه کې وویل چې د تېرې ادارې پر مهال ډېری دولتي شرکتونه په کنډوالو بدل شوي وو او پاملرنه ورته نه کېده.

ښاغلی اخندزاده زیاتوي چې اسلامي امارت د دولتي شرکتونو بیا رغونې ته ژمن دی.

د مسوولینو له قوله چې ددې کارخونې په فعالیت سره به د بورې له لحاظه هیواد پر ځان بسیا، کورني عواید لوړ او هم به سلګونو وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه