ډېر لوستل شوي

د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تازه میوو او سبزي په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی

د تازه مېوو او سبزیو اتحادیې مسوولین وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تازه مېوې او سبزي په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دې اتحادیې مسوولین د سبزیو او تازه مېوو د قاچاق مخنیوی او له افغان سوداګرو د افغان دولت ملاتړ هغه سببونه یادوي چې په مټ یې حاصلات تر پخوا زیات شوي دي.

یاد مسوولین همداشان د ګاونډیو هیوادونو منفي سیالۍ، د نړیوالو له لوري ډول ډول بندیزونه او د افغانستان د پانګې کنګلېدل د تازه مېوو په صادراتو کې لوی خنډونه بولي.

د تازه میوو او سبزیو اتحادیې رییس امید حیدري امید راډیو سره په خبرو کې منلې چې د تېر په پرتله د سبزیو او تازه مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

حیدري همداشان زیاتوي چې د هیواد پر سوداګریزو بندرونو پانګونه، د سړو خونو جوړول او نورې اسانتیاوې رامنځته کول به حاصلات لا زیات کړي.

د تازه میوو او سبزیو اتحادیې مسوولین او یو شمېر سوداګر وایي چې  د هیواد په ګڼو ولایتونو کې سړې خونې شته، خو د کافي برېښنا نه شتون له ستونزو سره مخ کړي. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي سړې خونې ورته زیاتې او کافي برېښنا ورته چمتو کړي.

اړوند خبرونه