ډېر لوستل شوي

زابل کې د ۳۱ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني جنوب لوېدیځو ولایتونو ته د یوه سفر په ترڅ کې په زابل کې د ۳۱میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پلونو پرانیسته وکړه.

ښاغلي ثاني لوېدیځو ولایتونو ته په خپل سفر کې د مرکزي او لوېدیځو ولایتونو د ټولګټو له رئیسانو او نورو تخنيکي مسوولینو سره کتلي دي.

په دغو دوو پلونو کې غشي رباط او سنګر مانده شامل دي چې غشي رباط ۳۴ متره اوږدوالی او ۸.۷ متره سور لري او ټولټال پرې ۱۶ میلیونه لګښت راغلی. دویم پل سنګرمانده دی چې ۴۲ متره اوږدوالی او ۸.۷ متره سور لري چې ټولټال لګښت یې ۱۵ میلیونه افغانۍ دی.

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني وویل چې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې هم د یو شمېر پلونو کارونه بشپړ شوي او د نورو به په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

وزیر زیاته کړې چې ددې پروژو په بشپړتیا سره به د مسافرو ټرانسپورټي ستونزو حل شي.

اړوند خبرونه