ډېر لوستل شوي

ډنمارک له افغانستان سره تر دوو میلیونو امریکایي ډالرو ډېره مرسته اعلان کړه

اوچا وایي چې ډنمارک د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د دوو میلیونو او دوو سوو زرو امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون پنجشنبه(د سلواغې په پینځمه) ددې نویې مرستې خبر ورکړی دی.

اوچا په خپل اېکس لیکلي چې ډنمارک له ۲۰۱۵ راهیسې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

بل پلو، ناروې ویلي چې له افغان کډوالو او په زور ستنېدونکو افغانانو سره به اووه میلیونه ډالره مرستې وکړي.

ورته مهال د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ځپل‌شویو او اړمنو هیوادوالو د لاسنیوي په موخه یې له  ۷ بېلابېلو بنسټونو سره د همکاریو یو لړ تړونونه لاسلیک کړي دي.

یاد وزارت وایي چې ددې تړونو ارزښت یونیم میلیون ډالره کیږي چې په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندز او ننګرهار ولایتونو کې به لومړی اړمن خلک سروې او وروسته به پرې نغدي مرستې ووېشل شي.

اړوند خبرونه