ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک نن یکشنبه ۱۶ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري

د افغانستان بانک په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې تمه ده دغه بانک نن یکشنبه( د سلواغې په اوومه) ۱۶ میلیونه نور ډالر لیلام کړي.

د افغانستان بانک نن ۱۶ میلیونه ډالر په داسې حال کې لیلاموي چې دغه بانک په دوو اوونیو کې هم ۴۴ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه پلورلي وو.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

افغانستان بانک تل ویلي چې امریکایي ډالر د افغانیو د ارزښت، د خوراکي او ناخوراکي توکو د بیو د ټیټوالي او د بانکي کارونو د نه خنډتیا په موخه لیلام ته وړاندې کوي.

تمه ده چې  ددغه ډالرو په لیلام سره به د ډالرو بیه راټيټه او د افغانیو ارزښت لا لوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د ډالرو بیه بیا یو څه لوړه شوې او یو ډالر په څه باندې ۷۳ افغانیو پلورل کېده.

اړوند خبرونه