په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو منلې ده چې په دغه هیواد کې د دوی نهه تنه اتباع په ډزو سره وژل شوي دي.
سفیر په خپل اېکس لیکلي چې دې وحشیانه پېښې غمژن کړی دی.
راپورونه وایي چې پرون شنبه د پاکستان پولې ته نږدې په سراوان ښار کې ناپېژاندو وسله والو نهه پاکستاني وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړل.
ددې پېښې پړه لا چا نه ده منلې او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي.
مهرنیوز ایرانۍ رسنۍ پرون ویلي و چې دا وژل شوي کسان ایرانیان نه، بلکې پاکستانیان دي.
بل پلو، د پاکستان د بهرنیو چار وزارت ددې برید غندنه کړې او دا پېښه یې بوږونکې او کرکجنه بللې ده. وزارت تاسف ښيي چې د هیواد اتباع یې په ګاونډي هیواد ایران کې وژل کیږي.
دا پاکستاني وګړي په داسې حال کې وژل شوي چې دوې اوونۍ وړاندې ایران په پاکستان کې او پاکستان په ایران کې بریدونه وکړل.