ډېر لوستل شوي

د سترې محکمې د امنیت عامه دېوان رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو

 سترې محکمې  د امنیت عامه دېوان د رئیس شیخ جلال الدین حقاني د مړینې پخلی کړی دی.

ښاغلی حقاني پرون (شنبه، د سلواغې ۷مه) کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د کابل-غزني پر لویه لار د قره باغ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله مړ شوی.

سترې محکمې په یوه پیغام کې چې د دې ادارې په رسمي اېکس پاڼه خپور شوی، د ښاغلي حقاني پر مړینه خواشیني ښکاره کړې ده.

محکمه په خپل پیغام کې لیکي چې شیخ جلال الدین حقاني متدین، مخلص او ژمن مجاهد و. وړاندې راځي چې شیخ حقاني په تېر شل کلن جهاد کې د پام وړ چوپړونه کړي او ډېری وختونه د مجاهدینو قاید پاتی شوی.

ستره محکمه د نوموړي مړینه ستره ضایع بولي، کورنۍ ته یې د زغم او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

اړوند خبرونه