ډېر لوستل شوي

اردن کې پر امریکایي ځواکونو برید؛ د واشګټن غوسه یې راپارولې ده

پرون یکشنبه ماښام (د سلواغې په اتمه) د اردن په شمال کې د سوریې خاورې ته نږدې د امریکایي پوځیانو پر یوې اډې برید شاوخوا ۴۰ امریکایي پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله. دا برید د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی چې درې امریکایي پوځیان یې وژلي او ۳۷ نور یې ټپیان کړي دي. داسې ویل کیږي چې په دې برید کې ۷۰ کسه نور امریکایان هم ټپيان شوي، خو د هغوی ټپونه برسېرن وو او له روغتونه بهر شوي دي. راپورونه څرګندوي چې له دې برید وروسته د ځینو امریکایي سرتېرو رواني حالت ښه نه وو او له یادې پوځي اډې بل ځای ته بیول شوي.

د اردن په شمال کې د سوریې پولې ته نږدې پروني برید ته د سپینې ماڼۍ په ګډون د هغه هیواد د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو غبرګونونه ښکاره کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې دوی به د یاد برید غچ واخلي. سپینې ماڼې د جوبایډن له قوله په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: ((امریکا ویرجنه شوې. د اردن په شمال کې د سوریې پولې ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې مو د خدمتي عسکرو درې مړه او لسګونه نور ټپیان دي.)) اعلامیه وړاندې وایي چې واشنګټن لا هم د حقایقو په لټه کې ده او پوهیږي چې دا بریدونه په سوریه او عراق کې  د ایران له ملاتړه برخمنو جنګیالیو ملېشو کړي.

بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د اردن او سوریې پر پوله پر امریکايي ځواکونو له بریدونو سره تړاو نه لري او نه یې هم مسولیت اخلي.

دغه استازي ویلي چې دغه ملېشه نه د ایران په قومنده جنګیږي او نه هم د ایران په خوښه خپلې پوځي چارې تنظیموي. تهران مني چې دا جنګیالي ایراني دي، خو دا نه مني چې ګوندې دوی دې د ایران د حکومت له ملاتړ برخمن واوسي.

په ملګرو ملتونو او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر او استازی پر امریکایي ځواکونو د برید په ځواب کې ویلي چې واشنګټن دې له ایرانه سمدلاسه غچ واخلي. دی چې د جمهوریت پالو پلوی دی، د بایډن هغه پالیسه ناکامه بولي چې د ایران او منځني ختیځ اړوند یې غوره کړې ده. خلیلزاد زیاتوي: همدا یې وخت دی چې ایران د خپلو جنګیالیو ملېشو درنه بیه پرې کړي.

ددغه برید پړه په عراق کې مېشتو د مقاومت اسلامي ډلې اخیستې ده.

داسې ویل کیږي چې د اکتوبر له اوومې ( فلسطین او اسراییل تر کړکېچ) وروسته په سیمه کې پر امریکایي اډو ۱۶۰ ځله بریدونه شوي دي.

اړوند خبرونه