ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک سرپرست: هیواد کې د برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په موخه دې هڅې وشي

د افغانستان بانک رئیس ملا هدایت الله بدري د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا په موخه په نننۍ ناسته کې ټینګار کړی چې په هیواد کې دې په ټول توان د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا هڅې وشي.

په دې ناسته کې ښاغلي بدري  برېښنایي بانکوالي د نننۍ نړۍ او مهال غوښتنه بللې ده.

د افغانستان بانک مشر ملا هدایت الله بدري له خپلو اړوندو کارکوونکو غوښتي، تر څو د برېښنایي بانکوالۍ په پراختیا کې هڅه او زیار وباسي او له دې لارې هیوادوالو ته غوره چوپړونه وړاندې کړي.

بل پلو، تازه دغه بانک په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې د مبادلې نرخونه ښکته پورته کېدل معمولي چاره ده. بانک لیکلي چې دوی وضعیت له نږدې په ځير سره څاري، کافي امکانات په واک کې لری او د بازار اسعاري اړتیاوې پوره کولی شي.

افغانستان بانک د اسعارو د تبادلې خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړ شوی. نن سبا په کابل او ولایتونو کې یو ډالر په شاوخوا ۷۴ افغانۍ  پلورل کیږي.

اړوند خبرونه