ډېر لوستل شوي

مالیې وزارت: د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې مو تر ۱۲۲ میلیارده افغانیو توکي صادر کړي دي

مالیې وزارت په یوه خبر کې ويلي چې د روان لمریز لېږدیز کال په لومړنیو لسو میاشتو کې د ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت افغاني توکي نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.

 دغه وزارت وړاندې وایي چې د هیواد په ګمرکونو کې روڼتیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو چمتو کول هغه سببونه دي چې په مټ یې د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې صادراتو کې د ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت میوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزي صادره شوې ده.

مالیې وزارت وایي چې د دغو صادراتو ډېره برخه پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د یاد وزارت مسوولین وایي، تل هڅه کوي چې په ټرانزیټي دروازو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د صادراتو کچه لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د سوداګرۍ وزارت ویاند امید راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې اوسمهال ۱۰۰ هیوادونو ته افغاني توکي صادریږي.

اړوند خبرونه