ډېر لوستل شوي

پلازمېنه کابل نن (د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) غونډې کوربه دی

تمه ده نن دوشنبه د سلواغې نهمه په پلازمېنه کابل کې د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو یوه غونډه جوړه شي. دا غونډه چې (د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) نومیږي، د سیمې د ګڼو هیوادونو استازي به یې ګډونوال وي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددې ناستې موخه د افغانستان او د سیمې هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، د خپلمنځي اړیکو وده او د متقابل درنښت رامنځته کول دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل د دې ناستې په اړه ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ناستې په تړاو په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: ((په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.))

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري د اقتصاد محوره سیاست غوره کولو په مټ له ګاونډیو او د سیمې هیوادونو سره ښې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري. د همدغو اړیکو په وسیله اوسمهال افغانستان له ګڼو هیوادونو سره غوره اقتصادي راشه درشه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تېره اوونۍ ویلي و چې تمه ده کابل د ډيپلوماټیک خوځښت کوربه وي. دوی ویلي و چې اټکل کیږي  په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، چین، روسیې او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو استازي برخه واخلي.

ورته مهال په چین کې د اسلامي امارت سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي هم په دې تړاو له چینایي چارواکو سره کتلي دي.

اخوا د راپورونو په اساس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم  د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې د جنوري تر پای مخکې به روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په تړاو غونډه کوي. کابلوف نه دي ویلي چې دا غونډه به چېرته او کله کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دا غونډه په داسې حال کې جوړوي چې په سیمه کې د اسلام اباد او تهران اړیکې ترینګلي شوي. بلخوا د پاکستان د پوځ مشر منیر عاصم په ګواښمنه ژبه ویلي چې د یوه پاکستاني ژوند ورته له ټولو افغانانو غوره دی. د نوموړي دا خبرې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز  قاري فصیح الدین فطرت له سپکاوي ډکې بللې وې او دا یې د پاکستاني چارواکو بې کفایتي ګڼلې وه. دغه هیواد لا له وړاندې نږدې نیم میلیون افغانان له خپل هیواده را شړلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اړوند خبرونه